د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړېږي

د چین ولسمشر وايي، هېواد يې چمتو دی چې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړه کړي.

شي جین پینګ دا خبره نن د قزاقستان په مرکز استانه کې د شانګهاي د همکاریو سازمان د سرمشریزې تر پیل مخکې له خپل افغان سیال محمد اشرف غني سره د کتنې پر مهال وکړه.

چینايي مشر ویلي د افغانانو په مشرۍ د دې هېواد د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني او جمهور رئيس پینګ د دوه اړخیزه اقتصادي همکاریو او له ترورېزم سره د ګډې مبارزې په هکله هم خبرې وکړې.