اوکراین کې د متحده ایالاتو په سفارت کې چاودنه شوې

د اوکراین په مرکز کيف کې د متحده ایالاتو په سفارت کې چاودنه شوې ده.

چارواکي وايي، په دې چاودنه کې چې د چاودېدونکو موادو په واسطه شوې، مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.

اوکرایني پولیسو وویل یو نا معلوم کس د امریکا سفارت ته چاودېدونکي مواد غورځولي دي او د دې پېښې د پلټلو لپاره جنايي تحقیقات پیل شوي دي.

تر دې مهاله په کیف کې د امریکا سفارت په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.