د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سپینې ماڼۍ لخوا د تهران د پروني خونړي برید پر وړاندې عکس العمل او پر تهران د امریکا د کانګرس د نویو بندیزونو غوښتنه یو تضاد دی.
جواد ظریف پرون پر خپل ټویټر ولیکل چې د ایران خلک د امریکا لخوا د دوستۍ دا ډول پیغام نه مني.
ایران وايي، د دې هېواد پر پارلمان او د ایت الله روح الله خمیني پر مزار په پرونۍ حملو کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.
داعش په ایران کې د پرونیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د ایران د بریدونو د قربانیانو لپاره خواشیني څرګنده خو دا يې هم وویل چې کوم هېوادونه د ترورېزم ملاتړ کوي هغوی به د هم هغه ترورېزم ښکار کېږي.