تمه کېږي چې د شانګهاي د همکارۍ سازمان به هند او پاکستان د خپل بشپړو غړو په توګه اعلان کړي.
د شانګهای د همکارۍ د سازمان دوه ورځنۍ سرمشریزه نن د قزاقستان په مرکز استانه کې ترسره کېږي.
په دې سازمان کې روسیه، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان غړیتوب لري.
افغانستان، بلاروس، ایران او منګولیا د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د څارونکو په توګه شامل دي.