د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، ځینې داخلي کړۍ د خپلو بهرنیو همکارانو په مرسته طالبانو ته پر حزب اسلامي ترجېح ورکوي.
ښاغلي حکمتیار نن په کابل کې خبریالانو ته وویل دا کړۍ نهغواړي چې حزب اسلامي د افغانستان په چارو کې مخکښ رول ولوبوي.
له افغان حکومت سره د سولې د موافقې تر لاسلیک وروسته ګلبدین حکمتیار شااوخوا یوه میاشت مخکې کابل ته راغی.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په ټپه درېدلې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د «کابل پروسې» په کنفرانس کې وویل چې د وروستي ځل لپاره پر طالبانو غږ کوي چې سولې ته مخه کړي.