د هلمند ولایت د بُست روغتون ۱۵۰ بستره ظرفیت لري، خو پکې د۳۵۰ ناروغانو درملنه کېږي.
د روغتون مسئولین وايي، خدمتونه يې ښه دي، خو ودانۍ یې تنګه ده او د ناروغانو شمېر يې د ورځې نه بلې ته ډیرېږي.
د ازادي راډیو خبریال چې د روغتون څخه لیدنه کړې وايي، د لسګونو کلونو دغه پخوانۍ روغتون ته د فراه او نیمروز په شمول دغور او باد غیس ولایتونو څخه هم ناروغان راځي.
د بُست د روغتون مسؤلین وايي، د دې لپاره چې ودانۍ او تشکیل يې پراخه شي ولایت مقام ورسره همکاري نه کوي.
په دې اړه نور معلومات د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې:
Your browser doesn’t support HTML5