چارواکي: تهران کې د خونړیو حملو برید کوونکي ایراني اتباع وو

د ایران یوه امنيتي چارواکي نن وویل چې په تهران کې د تېرې ورځې د خونړیو حملو برید کوونکي ایراني اتباع وو چې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره یوځای شوي وو.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا یوه چارواکي رضا سیف الهي د ایران په یوه ټلوېزیون کې چې خبرې یې خپلواکې شرق ورځپاڼې هم راخیستي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغو حملو عاملان څوک و دا څرګندونې کړې دي.

د ایران په مرکز تهران کې پر پارلمان او د امام خمیني پر زیارت په دوو حملو کې چې مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ ته اوچت شوی دی.

په دغو حملو کې ۴۰ تنه ټپیان شوي دي.

ښاغلي سیف الهي د برید کوونکو هویت څرګند نه‌کړ خو دومره‌یې وویل چې هغوی د ایران د ځینو سیمو اوسېدونکي و چې له داعش سره یوځای شوي وو.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک او یو شمېر لوړپوړو چارواکو بیا پرون د دغو بریدونو ملامتي پر سعودي عربستان او متحده ایالاتو واچوله.

دا لومړی ځل دی چې داعش په ایران کې د یوې لویې حملې مسؤلیت په غاړه اخلي، هغه ډله چې تهران‌یې بیا په عراق او سوریه کې پر ضد د ملېشه ډلو ملاتړ کوي.