په ایران کې د دوو بریدونو په ترڅ کې چې پرون پر پارلمان او د امام خمیني پر مقبرې ترسره شول، ۱۲ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د دې برید مسؤلیت داعش په غاړه اخیستی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون په انقره کې خبریالانو ته د دې برید په اړه وویل:
"د امام خمیني پر زیارت او د ایران پر پارلمان د بریدونو له امله د خپل هېواد له خلکو سره خواخوږي څرګندوم. دا ډول کارونه به زموږ اراده له ترورېزم سره په مبارزه کې نوره هم غښتلې کړي. د ایران ټول ملت او پوځ به د دې ملکي ګواښ په وړاندې ودرېږي."
د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا ویلي دي چې دغه بریدونه به ایران نور هم یو موټی کړي.
د امریکا متحده ایالاتو او د نړۍ یو شمېر نورو هېوادو دا حملې غندلې دي.