ولسمشر غني په قزاقستان کې د شانګهای په سرمشریزه کې برخه اخلي

د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ افغان پلاوی نن په قزاقستان کې د شانګهای د غړو هېوادو په ۱۷مه سرمشریزه کې برخه اخلي.

د شانګهای سازمان بنسټ په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له لوري کېښودل شو.

افغانستان، ایران، منګولیا، هند او پاکستان د دې سازمان څارونکي غړي دي.

تمه ده چې هند او پاکستان دا ځل د دې سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

د شانګهای په غونډه کې له ولسمشر اشرف غني سره د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ده یو شمېر سلاکاران ملګرتیا کوي.