د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د مأموریت د پای ته رسېدو په خاطر د اوس لپاره نېټه نهټاکي.
دا خبره د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس او د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پرون په سېډني کې وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په سېډني کې د سې شنبې په ورځ د اسټرالیا او د امریکا د وزیرانو په مشورتي غونډه کې برخه واخیسته.
دوی د دې غونډې تر څنګ دا خبره هم وکړه چې واشنګټن به پرې نهږدي چې افغانستان د ترورېستانو په خوندي پناهځای بدل شي.
د راپورونو له مخې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا چارواکي په افغانستان کې د امریکا پر ستراتیژۍ غور کوي چې تمه ده روانه میاشت به اعلان شي.