د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین وایې چې تېره ورځ د افغان ګډو او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۶ وسلهوال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
په دغه ولایت کې د لومړي کنډک قوماندان ملک زینالله ازادي راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهالیې د یو شمېر سیمو د نیولو تر څنګ د وسلهوالو طالبانو یو رېنجر موټر او یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان هوايي ځواکونو په مرسته لهمنځ وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره، په دغه دولایت کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف، د خالد په نوم پوځي عملیات پيل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.