د ایران په پلازمینه تهران کې نن چهارشنبه دوه انتحاري حملې او په یو شمېر خلکو ډزې هم شوي دي.
د پارلمان د ودانۍ په څلورم پوړ کې یوه انتحاري حمله کوونکي په ځان پورې تړلي چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې او نورو ملګرو یې په خلکو ډزې هم کړي دي.
تسنیم خبري اژانس ویلي، څلور کسان د پارلمان په ودانۍ کې برمته نیول شوي دي.
اخوا رسنیو د پارلمان د یوه غړي الیاس حضرتي په حواله ویلي چې په پارلمان کې په ډزو سره دوه ته وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
تر دې مخکې لومړۍ انتحاري حمله د تهران په جنوب کې د روحالله خمیني په مقبره کې شوې چې ویل کېږي یو تن پکې وژل شوی او څو نور ټپیان دي.
د تهران والي حسین هاشمي ویلي، په مقبره کې یو حمله کوونکی وژل شوی او نور یې ژوندي نیول شوي دي.
داعش یا اسلامي دولت ډلې تازه په تهران کې د نننیو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.