ازاد: د بلخ د والي وروستۍ څرګندونې د حکومت په تصامیمو تاثیر نه لري

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د بلخ د والي وروستۍ څرګندونې د حکومت په تصامیمو تاثیر نه لري.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد وروسته له هغه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه چې د بلخ والي عطا محمد نور د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح‎الدین رباني هغه غوښتنې تصدیق کړې چې د ملي امنیت د سلاکار په شمول امنیتي چارواکي له دندو لرې شي.

نجیب ازاد وویل:

"د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح‎الدین رباني په غونډه کې د ګوند په استازیتوب خبرې کړي دي، د بلخ د سرپرست والي د خبرو په اړه چې د حکومت خبرې‎یې رد کړي، باید ووایم چې تصامیم په ارګ کې نیول کېږي."

صلاح‎الدین رباني د جمعیت اسلامي ګوند په یوه غونډه کې د حکومت امنیتي مقامات په چارو کې کمزوري یاد کړل او تور یې پورې کړ چې د ده په خبره د ځینو امنیتي مقاماتو له همکارۍ پرته په کابل کې وروستۍ پېښې ممکنې نه وې.

د صلاح‎الدین رباني غوښتنه چې د ملي امنیت د سلاکار په شمول‎یې د امنیتي مقاماتو ګوښه کول غوښتي وو، پخوا د ارګ ماڼۍ له خوا رد شوه.