د امریکا د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز ويلي چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې لپاره لا هم امن پټنځای دی.
دغه مرکز دغه راز د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه غوښتي چې باید پر پاکستان فشارونه زیات کړي، څو دغه مرکزونه لهمنځه یوسي او که له دغه کاره ډډه کوي، باید سخت بندیزونه پرې ولګوي.
د افغانستان جمهوري ریاست هم وایي چې نړیوال باید د ترهګرو مرکزونه که په هر ځای کې وي، لهمنځه یوسي.
ایا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره به په دې برخه کې پر پاکستان فشارونه زیات کړي؟ دا پوښتنه نوریاس نوري د سیاسي چارو له څېړونکي حاجي سید داود څخه د مرکې په پیل کې کړې ده، هغه په ځواب کې وویل:
Your browser doesn’t support HTML5