د ارزګان ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي اردو سرتېرو پرته له کوم مقاومته ۴ پوستې وسلهوالو طالبانو ته خوشې کړې دي.
د دغه ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالصمد نن چهارشنبه ازادي راډيو وویل چې دغه پوستې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو د دغې ولسوالۍ د قلعه خور په سیمه کې پرته له کوم مقامت وسلهوالو طالبانو ته خوشې کړي او په خبرهیې چې په یادو پوستو کې یې یو شمېر مهمات هم وسلهوالو طالبانو ته پرېښي وه چې بېرته دوی خپل پر مټ د هغوی له منګولو څخه ایستلي.
نوموړي له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې دغه کسان باید د قانون منګولو ته وسپاري او جزا ورکول شي.
په ورته وخت کې بیا په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا مسؤلین دا خبرې په کلکه ردوي.