د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ۳۰ زده‌کوونکې مسمومې شوي

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي څه باندې ۳۰ نجونې زده‌کوونکې مسمومې شوې دي.

د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین د سې شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې دغه نجونې نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې د غزني د جاغوري ولسولۍ د مرکز په ۲۰ کېلو مترۍ کې د المیتو کلي په شاه‎یار سلطان په نامه ښوونځي کې مسمومې شوي او روغتیايي مرکز ته انتقال شوې دي.

د ښاغلي متین په خبره، د زده‌کوونکو روغتیايي وضعیت ښه دی او بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

نوموړی وايي، د زده‌کوونکو د مسمومیت لامل لا تر اوسه معلوم نه‎دی، خو پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ښځینه زده‌کوونکو پر وړاندې خنډونه زیات شوي او دولت‎يې په مخنیوي کې پاتې راغلی چې څه موده مخکې هم د دغه ولایت په مرکز کې د یوه ښوونځي ۸۷ نجونې زده‌کوونکې مسمومې او یو بل ښوونځی‎یې په بمونو والوزول شو.