فرانسوي چارواکي وايي، یو سړی وروسته له هغې د پولیسو لهخوا په ډزو ټپي شو چې د پاریس د نوتردام کلیسا څخه بهر یې پر یو پولیس مأمور د څټک په وسیله برید وکړ.
چارواکي وايي، وضعیت کنټرول شوی او ټپي بریدګر روغتون ته انتقال شوی دی.
ویل کېږي چې پولیس مأمور برسېرن ټپي شوی دی.
راپورونه وايي چې پولیسو له پېښې وروسته سیمه تړلې ده.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کولومب وايي، بریدګر د الجزایري زدهکوونکي پېژندپاڼه درلوده او په څټک او چړو سنبال و.
کولومب ژورنالېستانو ته وویل، چارواکي تر اوسه په دې باور دي چې بریدګر په یوازې ځان دا برید کړی او د برید پر مهالیې نارې وهلې چې «دا د سوریې لپاره دی.»
د پاریس د څارنوال په دفتر کې د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي چې دوی په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.
په پاریس کې دا برید له هغې درې ورځې وروسته کېږي چې درې سخت دریځي اسلامپالي وسلهوالو په لندن کې پر خلکو د موټر د خېژولو او چړو په برید کې اووه کسان ووژل.
په پاریس کې پولیسو له خلکو غوښتي چې د پېښې له سیمې لیرې واوسي.