ټرمپ: منځني ختیځ ته د سفر پر مهال راته د قطر په اړه شکایت شوی

د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، کله‎یې چې منځني ختیځ ته د خپل وروستي سفر پر مهال د افراطي ایډیالوژۍ څخه د ملاتړ د پای ته رسولو غوښتنه وکړه، د منځني ختیځ ځینو مشرانو په دې برخه کې د قطر په اړه شکایت وکړ.

ښاغلي ټرمپ پر خپله ټویټر‎پاڼه په دې اړه یو لړ څرګندونې کړي او ترې څرګندېږي چې نوموړی غواړي ووايي چې له قطر سره د یو شمېر هېوادونو له‌خوا د اړیکو د پرې کولو پرېکړه ورته د درک وړ ده.

ولسمشر ټرمپ لیکلي:

"منځني ختیځ ته زما د وروستي سفر په ترڅ کې ما وویل چې نور به د افراطي نظریې تمویل نه‌کېږي، رهبرانو قطر ته ګوته نیوه."

قطر د سخت دریځۍ د ملاتړ تورونه رد کړي.

د جون میاشتې په پنځمه نېټه سعودي عربستان، مصر، متحده عربي اماراتو، بحرین، مالدیف او لیبیا د قطر سره د هغه څه په خاطر خپلې هر ډول اړیکې پرې کړې چې وايي، دغه هېواد د سخت دریځۍ ملاتړ کوي.

خو د ټرمپ د څرګندونو سربېره پنټاګون ویلي:

"موږ پلان نه‌لرو چې په قطر کې خپل فعالیت کې کوم بدلون راولو."

د امریکا دفاع وزارت په دې اړه د ټويټر پر ټولنیزه پاڼه د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه له تبصرې ډډه کړې.

د یادونې وړ ده چې په قطر کې ۱۰ زره امریکايي سرتېري مېشت دي او دغلته امریکا یوه لویه پوځي اډه لري.