د امریکا په مشرۍ ائتلاف سوریه کې پر حکومتي ځواکونو بمبار کړی

پنټاګون وايي، د امریکا په مشرۍ ائتلاف چې د داعش په ضد جګړه کوي، په سوریه کې‌ پر حکومت پلویو ځواکونو هوايي بمباري کړې ده.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، د سې شنبې په ورځ‌یې دا هوايي برید وروسته له هغې ترسره کړ چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد ملاتړي ځواکونه له یوه ټانک، توپخانې، د الوتکو ضد وسلو او موټرو سره د سوریې په جنوب کې هغې سیمې ته ننوتل چې د ائتلافي ځواکونو اډې ته نېږدې ده.

د پنټاګون په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسد پلویو دغو ځواکونو چې تر ۶۰ زیات جنګیالي په‌کې شامل وو، د ائتلاف څو پرله‌پسې خبرداریو ته پام ونه‌کړ.

د پنټاګون په اعلامیه کې د دغو ځواکونو ډېر مشخصات نه‌دي یاد شوي، خو په دې وروستیو اوونیو کې چارواکو د هغو ملېشو په اړه شکایت کړی چې نه‌غواړي د سوریې له طنف سېمې څخه ووځي.

دا هغه سیمه ده چې واشنګټن او شریکان‎یې په‌کې د داعش پر ضد د جګړې لپاره په سوریه کې وسله‎وال روزي.

تېره میاشت هم ائتلافي ځواکونو په ورته توګه د سوریې پر حکومت پلوه وسله‎والو تر خبرداري وروسته هوايي برید کړی و.