د کاناډا یوه لوړپوړي ډېپلومات د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې د هېوادونو رول مهم بللی دی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالد بوبیاش پرون سې شنبه د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په لیدنه کې په دې اړه څرګندونې کړي.
د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي بوبیاش له خولې ویلي:
"د سیمې هيوادونو دا احساس کړی چې په افغانستان کې ثبات په سیمه کې پر ثبات او پرمختګ ټاکونکی اغېز لري."
د ملي امنیت د شورا خبرپاڼه وايي چې دغه کاناډايي چارواکي د افغانستان د سولې له بهیر څخه د خپل هيواد د ملاتړ ډاډ هم ورکړ.
افغان حکومت وايي، پاکستان کولای شي چې د سولې خبرو ته د وسلهوالو طالبانو په چمتو کولو کې مؤثر رول ولوبوي.
خو د افغان چارواکو په وینا، پاکستان تر اوسه په دې برخه کې صادقانه اقدامات نهدي کړي.