ځایي چارواکي: امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۱ وسله‎وال مخالفین وژل شوي

د کندز امنيه قومانداني وايي، په امام صاحب ولسوالۍ کې‎ يې د دولت ۱۱ وسله‎وال مخالفین وژلي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام‎الله رحماني نن سه شنبه ازادي رادیو ته وویل، افغان هوايي او پلي ځواکونو دا عملیات د امام صاحب ولسوالۍ په ملا قلي سیمه کې کړي دي.

د ښاغلي رحماني په خبره، په وژل شویو وسله‎والو کې ۹ تنه د تاجکستان وګړي دي.

د کندز چارواکي وايي، د امام صاحب ولسوالۍ د امنیت د ټینګښت په هدف‎يې دې ولسوالۍ ته اضافي ځواکونه هم استولي دي.

بل لور ته ذبیح‎الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي، رسنیو ته ویلي چې طالبانو په امام صاحب ولسوالۍ کې ۶ امنیتي پوستې نیولي او نهه سرتېري‎ يې وژلي دي.

د کندز چارواکو بیا د طالبانو دا ادعا بې‎بنسټه بللې ده.