رعدالحسین د اسرائیل له‌خوا د فلسطین خاورې د ښکېلاک پای وغوښت

د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو عالي کمېشنر د اسرائیل له‎خوا د فلسطیني خاورې د ښکېلاک د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

زید رعد‎الحسین نن سې شنبه په جېنوا کې د بشري حقونو یوې غونډې ته وویل چې دا ګام به د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ سولې ته لاره هواره کړي.

حسین وویل، فسلطینیان د اسرائیلي پوځ تر ښکېلاک لاندې له سختو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي دغه‌راز وویل چې اسرائیلیان هم له تاوتریخوالي څخه د خلاصېدو مستحق دي.

ټاکل شوې ده چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي هم د جېنوا دې غونډې ته چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا جوړه کړې ده، وینا وکړي.

امریکا ګواښ کړی چې که د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د اسرائیل پر وړاندې خپل دریځ بدل نه‌کړي، نو واشنګټن به ترې ووځي.