غني: د کابل وروستي موټر بم چاودنه کې شااوخوا ۱۵۰ تنه وژل شوي

افغان ولسمشر وايي، د کابل د تېرې چهارشنبې د ورځې په موټر بم چاودنه کې شااوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.

محمد اشرف غني دا څرګندونې نن سې شنبه په ارګ کې د «کابل پروسې» نړیوال کنفراس ته وکړې.

تر دې مخکې افغان چارواکو ویلي وو چې د کابل په وروستۍ موټر بم چاودنه کې ۹۰ کسان وژل شوي دي.

ښاغلي غني په خپله وینا کې یو ځل بیا پاکستان تورن کړ چې د هغه په خبره د افغانستان پر وړاندې يې نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ده.

د سیمې او نړۍ د شااوخوا ۲۰ هېوادونو او سازمانونو استازي د کابل پروسې په دې یو ورځني کنفرانس کې برخه لري.