په هرات کې سلګونه کسانو د امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلې

د هرات ولایت په مرکز کې نن سې شنبه سلګونه کسان راټول شوي وو او د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې یې د امنیتي ځواکونو مبارزه او سرښندنې وستایلې.

په دې غونډه کې چې د ولایتي شورا غړو او د هرات د مرکز او ځینو ولسوالیو اوسېدونکو ګډون کړی، دوی په هېواد کې د ترهګرو ډلو بریدونه وغندل او د دوی پر وړاندې یې له امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان وکړ.

د غوڼدې ګډنوال وايي، د ترهګرو ډلو تر شا د ځینو ګاونډیو هېوادونو استخباراتي کړۍ ولاړې دي، نو ټولو افغانانو ته په کار ده چې پر وړاندې یې د امنیتي ځواکونو ملا وتړي.

دوی ټینګار وکړ چې له امینتي ځواکونو سره د خلکو ملاتړ کولای شي چې د وسله‎والو مخالفینو بریدونه شنډ کړي.