د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې نن سې شنبه یو راکټ ولګېد .
د امنيه قوماندانی د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، دا راکټ د کاناډا سفارت ته نېزدې لګېدلی دی، خو کوم ځاني او مالي تاوان يې نه دی اړولی.
د تېرې چهار شنبې د ورځې له خونړي موټر بم برید وروسته کابل د دولت د وسلهوالو مخالفینو د پرله پسې بریدونو شاهد دی.
افغان چارواکي ادعا کوي چې په کابل ښار کې وروستي بریدونه حقاني شبکې او نورو ډلو په پاکستان کې پلان کړي دي.
پاکستان بیا د کابل په وروستیو بریدونو کې خپل لاس لرل ردوي.
پخواني معلومات:
د کابل امنیه قوماندانۍ په کابل ښار کې چاودنه تائید کړه.
د کابل امنیه قوماندانۍ ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه د نهمې حوزې اړوند په شش درک سیمه کې د یوه توغندي د لګېدو له امله وه چې چاتهیې ځاني او مالي زیان نهدی اوښتی.
- پخواني معلومات
کابل ښار کې د یوې چاودنې غږ واورېدل شو.
نور جزئیاتیې وروسته ...