د نیویارک پخواني ښاروال مایکل بلومبرګ پرون وویل چې د متحده ایالاتو څه باندې زرو والیانو، ښاروالانو او د لویو شرکتونو مشرانو د پاریس د اقلیمي بدلون د موافقې له لاسلیک سره موافقه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ له دې تړون څخه د متحده ایالاتو د وتلو اعلان وکړ.
بلومبرګ چې د ښارونو او اقلیمي بدلون په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی دی په یوه بیان کې چې سرلیکیې "موږ لا هم پهکې یو" دی، ویلي، دی به له سیمهییزو حکومتونو او غیر حکومتي ټولنو سره ګډ کار وکړي څو د مضرو ګازونو د کمولو په برخه کې د هغو ژمنې ترلاسه او ملګرو ملتونو تهیې ورسوي.
بیان زیاتوي چې د پاریس له موافقې څخه د ولسمشر ټرمپ وتل یوه سهوه وه.