ویسټ انډيز په درېیمه شل اوریزه لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړهيې وکړه، افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ وکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.
نبي عیسيخېل په ۳۸ منډو او نورعلي ځډران په ۳۵ منډو د افغان لوبډلې دوه مخکښه توپ وهونکي و.
په ځواب کې د وېسټ انډيز لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په شلم اوور کې د ۳ وکټو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ او افغانستان تهيې په ۷ وکټو ماتې ورکړه.
له شل اوریزو سیالیو وروسته دواړه لوبډلې به درې پنځوس اوریزې هم ولري چې لومړۍ لوبه بهیې د جمعې په ورځ د جون په ۹مه نېټه وي.