کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د دغه ښار امنیتي وضعیت خرابه دی او په تګ راتګ کې دې ډېر احتیاط کوي.

د متحده ایالاتو سفارت پرون په یوه بیان کې له ټولو امریکايي اتباعو غوښتي چې په کابل کې د وروستیو امنیتي پېښو په باب د کېدونکو مظاهرو او ګڼې ګوڼې په خاطر په ځینو سیمو کې تګ راتګ کم کړي.

د سفارت په اعلامیه کې دا هم راغلي چې امریکایي اتباع دې افغانستان ته د سفر په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پخوانی خبرداری په پام کې ولري او د ځان د خوندیتوب لپاره دې رسنۍ او امنیتي وضعیت وڅاري.