د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مکمسټر د افغانستان له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د وروستیو حملو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د سپينې ماڼۍ په یوه بیان کې راغلي چې مکمسټر پرون له ښاغلي غني سره په کابل کې د خونړیو حملو په باب خپله خواخوږي وښوده او ویېویل چې امریکا له افغان حکومت او افغانانو سره په خپله دوستي ژمن دی.
د بیان له مخې ښاغلي مکمسټر افغانانو ته د یووالي هیله کړې ده او ویلي یې دي چې په داسې حساس وخت کې چې ترورېستان خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي خو موږ ته په کار ده چې سره یو موټی شو او سولې او ثبات ته ورسېږو.