د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هېواد امنیتي ارګانونو د کابل د سې شنبې د ورځې د کنفرانس د امنیت ډاډ ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل چې د کابل په کنفرانس کې به ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ویناوې وکړي.
د ولسمشر غني یوه ویاند دواخان مینهپال نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د کابل د غونډې لپاره لازمه تیاري نیول شوې ده.
د ښاغلي مینهپال په وینا، په دې کنفرانس کې د ۲۴ هېوادونو او موسسو استازي ګډون کوي.