د بریتانیا پولیس وايي، په تازه چاپو کې یې د لندن ښار د وروستۍ حملې په تړاو یو شمېر نور کسان نیولي دي.
پولیسو د لندن په ختیځ کې د دوشنبې په سهار وختي له حملو وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې یو شمېر کسان یې نیولي دي.
په خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو شمېر نه دی په ګوته شوی.
د لندن د یکشنبې د شپې په حملو کې ۷ تنه ووژل شول.