بهرني هوایي شرکتونه د برقي وسایلو د انتقال پربدیل غږیږي

د هوايي شرکتونو مشران به نن دوشنبه او سبا سې شنبه په مکسیکو کې په دې هیله سره وویني چې د امریکا او برېتانیا له لوري په الوتکو کې پر لپ‎ټاپونو او نورو غټو الکټرونیکي وسایلو د بندیز متبادله لاره ومومي.

د نړیوال هوايي ټرانسپورټ ټولنه چې ۲۷۵ هوايي شرکتونه‎یې غړیتوب لري، د مکسیکو په ساحلي ښار کنکن کې د راتلونکي کال لپاره پر خپلو ستراتیژیو خبرې کوي.

د نړیوال هوايي ټرانسپورت ټولنې عمومي رئيس الکساندر دي ژونیاک خبریالانو ته وویل، هوايي شرکتونه مني چې د الکترونیکي وسایلو له درکه په الوتکو کې خطر شته، خو داسې احساس کوي چې بندیز د هوايي ټرانسپورټ صنعت چې له څو سختو کلونو وروسته بیا په غوړېدو دی، ګواښي.