په ننګرهار کې د زیتونو حاصلات مخ په ډېرېدو دي

د ننګرهار د کانال ریاست مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې د زیتونو حاصلات مخ په زیاتېدو دي.

د ننګرهار د کانال رئیس غلام حضرت عبدالرحیمزي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د حمل او ثور په میاشتو کې د زیتونو تولید تر ۱۲۰۰ ټنو پورې و او د روان کال تر پایه به ۱۶ ټنه د زیتون حاصلات تر لاسه شي.

د ښاغلي عبدالرحیمزي په خبره، له دغو زیتونو نه د خوړلو تر څنګ د غوړیو په جوړولو کې هم استفاده کېږي.

د ننګرهار د زیتونو محصولات نه‌یوازې دننه په افغانستان، بلکې د نړۍ په بازارونو کې هم ښه شهرت لري.