ولسي جرګه د کابل د وروستیو پېښو د څېړلو لپاره یوه طرحه جوړوي

د افغانستان د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې غونډه د کابل د وروستیو پېښو څرنګوالي او له هغو څخه د راولاړو شویو ستونزو هواري ته ځانګړې شوې وه.

په دغې غونډه کې له اوږدو بحثونو وروسته د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهيمي د وکیلانو په تائید پرېکړه وکړه چې د چهارشنبې، جمعې او شنبې د ورځې د پېښو د څېړلو لپاره به د ولسي جرګې پلاوی یوه طرحه جوړوي.

نوموړي وویل چې یاده طرحه به وروسته له حکومت، معترضینو، په کابل کې د امریکا سفارت، یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت دفتر او اروپايي ټولنې سره شریکوي، تر څو دغې ستونزې ته د حل لاره پیدا شي.

ولسي جرګې همدارنګه پرېکړه کړې چې په دغه پلاوي کې به د هر ولایت یو یو وکیل ګډون لري.

دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې د کابل د چهارشنبې ورځې په خونړۍ حمله کې شااوخوا سل کسان ووژل شول او څه د پاسه څلور سوه نور ژوبل شول.

خو بل‎خوا د ولسي جرګې د نن ورځې په غونډه کې ځينو وکیلانو وویل چې مظاهره د خلکو قانوني حق دی او د معترضینو مشروع غوښتنو ته باید رسیده‎ګي وشي.

د حکومت پر ضد اعتراضونه وروسته له هغه دوامداره شول چې د چهارشنبې ورځې د خونړۍ حملې په وړاندې په کابل کې مظاهرې په تشدد واوښتې او له اعتراضونو وروسته د تشدد په پېښو کې یو شمېر کسان ووژل شول.