ارزګان چاوراکي: چوره کې ۲ طالبان خپلمنځي نښته کې وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي د دغه ولایت په چوره ولسوالۍ کې تېره شپه دوه وسله‎وال طالبان خپلمنځي نښته کې وژل شوي.

د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ ولسوال امین‎الله د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه نښته تېره شپه وسله‎والو طالبانو د دغې ولسوالۍ د ګلزار په سیمه کې کړې وه چې پر مهال درې وسله‎وال طالبان هم ټپیان شوي دي.

ولسوال همداراز زیاتوي چې تېره شپه په همدې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو تر منځ څو ساعته نښته هم شوې چې پر مهال یې یو شمېر وسله‎والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو وايي چې د کره شمېر په اړه نور معلومات نه‎لري.

نوموړی وايي چې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.