د بریتانیا پولیسو په لندن کې له ترورېستي حملې وروسته چې په نتیجه کې یې ۷ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول، ۱۲ کسان نیولي دي.
دا مشکوک کسان د لندن ښار په ختیځه برخه کې له درېیو برید کوونکو څخه د یوه پر اپارتمان د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.
د شنبې په ورځ یو مېني بس موټر د لندن برېج یا لندن پر پل په مشهوره سیمه کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ننووت او وروسته درې کسان ورڅخه راښکته شول او بورو بازار ته نېږدې یې پر خلکو د چړو ګوزارونه وکړل.
درې واړه کسان وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شول.
دې کسانو د انتحاريانو په څېر واسکټونه هم اغوستي وو خو وروسته معلومه شوه چې دا انتحاري واسکټونه تقلبي وو.
د لندن پولیس وايي، بریدکوونکي د اتو پولیس افسرانو لهخوا د پنځوسو مرمیو په ډزو ووژل شول.
د بریتانیا د ترورېزم ضد پولیسو مشر وايي، د دې پېښې په نتیجه کې ۳۶ کسان په روغتونونو کې بستر شوي چې د ۲۱ تنو وضعیتیې نازک دی.