یاماموتو: افغانانو ته اوس د يووالي لپاره د هڅې وخت دى

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تاداميچي ياماموتو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وروستيو پېښو ته په پام سره له خلکو د يووالي غوښتنه وکړه.

تاداميچي ياماموتو دا غوښتنه په هغه ويډيويي پيغام کې کړې چې په کابل کې يې تر پرونيو ځان وژونکو حملو وروسته خپور کړى دى.

نوموړي ویلي:

"اوس د يووالي او پيوستون لپاره د هڅې وخت دى، ما د افغانستان له ګڼو سياسي رهبرانو سره خبرې وکړې، هغوى ته مې د يووالي ارزښت په ډاګه کړ، هغوى هم ومنله چې د تاو تريخوالي د درولو لپاره ګډ کار مهم دى، ټول د کرارۍ غوښتنه لري."

ښاغلي ياماموتو په افغانستان کې د تاوتريخوالي د درېدو او سياسي ستونزو د حل لپاره پر خبرو اترو ټينګار وکړ.