دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر۶۰ زیات مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت تر ۶۰ زيات وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي.

د دغه وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل چې دغه عمليات چې په بېلابېلو ولايتونو کې شوي، په نتيجه کې يې ٢٩ نور وسله‎وال ټپيان شوي دي.

په دې شمېر کې ٢٦ تنه د داعش غړي هم شامل دي چې د ننګرهار په اچين کې وژل شوي دي.

دفاع وزارت وايي، دا مهال په ١٢ ولايتونو کې د دوى ١٥ پوځي عمليات روان دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.