د لندن ښاروال: ترورېستان نه پرېږدو چې په خپلو حملو بریا ته ورسیږي

د برېتانیا په پلازمینه لندن کې تېره شپه څو تنو حمله کوونکو لندن برج یا د لندن تاریخي پله کې نېږدې لس بجې خلک په موټر وهلي او بیا یې په یوه نېږدې مارکېټ کې په ځینو کسانو د چړو ګوزارونه هم کړي دي.

د برېتانیا چارواکو د لندن د تېرې شپې حمله ترورېستي بللي او په خلکو یې غږ کړی چې خپله ارامتیا دې حفظ کړي.

د لندن ښاروال صادق خان نن د یکشنبې په سهار رويټرز ته ویلي چې ترورېستانو ته به اجازه ورنه کړي چې په ورته حملو سره بریا ته ورسېږي.

د لندن ښاروال صادق خان

نوموړي وویل:

"هېڅ کلمات نشته چې نن پرې خپل خفګان او غوسه بیان کړم، زه سخت غوسه یم چې دغو بُزدله ترورېستانو په لندن کې خلکو ته مرګ ژوبله واړوله، د دغو ترورېستانو د کار لپاره هېڅ توجیه نشته، زه باید واضح ووایم چې هېڅکله به دوی ته اجازه ورنه کړو چې بریا ته ورسېږي، زه د لندن د پولیسو له مشر او نورو چارواکو سره له شپې راهیسې په تماس کې یم، شپږ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپيان هم د لندن روغتونونو ته وړل شوي دي، د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی."

پولیسو تازه ویلي چې د وژل شویو کسانو شمېر اووه تنو ته زیات شوی او ټپیان اته څلوېښت تنه دي.

پولیسو د پېښې ټپيان ۴۸ تنه یاد کړي دي.

له حملې ۸ دقېقې وروسته، د شپې شاوخوا ۱۰ بجې، لندن برج ته نېږدې په برا مارکېټ کې د پولیسو له لوري ۳ حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

هېچا د دې حملې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

د برېتانیا صدراعظمې تریزا مې دا یوه خواشینونکې او ناوړه پېښه یاده کړې ده او ویلي یې دي چې د څېړنې لپاره به یې نن د ورځې په اوږدو کې د بېړنۍ کمېټې غونډه وربولي.

د مې محافظه کاره ګوند د جون د اتمې د انتخاباتو په خاطر خپل کمپایونونه درولي دي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه ټویټ کې له لندنیانو سره خپله خواخوږي ښودلې او یو ځل بیا یې په شپږو مسلمانو هېوادونو د خوندیتوب لپاره د سفر د بندیز په خبرې ټينګار کړی دی.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانوئل مکرون هم ټویټ کړی او د لندن د پېښې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره یې غمرازي کړې ده.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل له برېتانیا سره د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې د درېدو خبره کړې ده.

په برېتانیا کې دا درېیمه حمله ده چې په دوو میاشتو کې کېږي هغه هم په داسې ورځو کې چې انتخابات نېږدې دي.

د مارچ په ۲۲ مه د برېتانیا پارلمان ته نېږدې د وېست منسټر پر پله ورته برید وشو چې په کې درې کسان ووژل شول، اخوا په منچسټر کې هم د مې په ۲۲ مه په یوه کنسرت کې بمي چاودنې ۲۲ کسان ووژل.

له هماغه وخته په برېتانیا کې که څه هم خلک عادي ژوند مخته وړي، خو د حکومت تدابیر زیات شوي دي.

د پرون شپې ترحملې وروسته د لندن ښاروال صادق خان تازه اعلان کړی چې په ښار کې به د امنیتي ځواکونو شمېر زیات کړي او ده له خلکو هم غوښتي چې خپله ارامتیا دې حفظ کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی