د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له چابهار بندره د افغان سوداګرو ترانزیټي فعالیتونه مخ په پراخېدو دي.
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له دغه بندره د ترانزیټ په برخه کې هېڅ کومه ستونزه نه ده موجوده.
په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پیل د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره خورا مهم بولي.
د چابهار تړون نېږدې يو کال وړاندې د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي، د ایران د ولسمشر حسن روحاني او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر منځ لاسلیک شو.
د افغانستان، ایران او هند تر منځ د دغه تړون په عملي کېدو سره به افغانستان د ایران د چابهار بندر له لارې د هند ممبیي ته ترانزیټي لار پیدا کړي.