د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهیسې ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د تېرې ورځې راهیسې د اچین ولسوالۍ په مامند درې، لته بند بازار، پېښې او یو شمېر نورو سیمو کې په ترسره شویو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۲ داعش وسلهوال وژل شوي دي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، په وژل شویو ۲۲ تنو کې د ثاقب او نعمان په نومونو دوه تنه د داعش قومندانان هم شامل دي.
نوموړی وايي، په دې عملیاتو کې د داعش ډلې درې عرادې کرولا او ډاډسن ډوله موټرې هم تخریب شوي او یو شمېر وسلې او مهمات هم امنیتي منسوبینو تر لاسه کړي دي.
داعش وسلهوالو تردې دمه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.