د امریکا له ملاتړه برخمن عرب - کُرد ځواکونه به ډېر ژر په سوریه کې د رُقې ښار د ازادولو لپاره عملیات پیل کړي.
اسلامي دولت یا داعش رُقه خپله پلازمېنه اعلان کړې ده.
د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ویاند سیهان شیخ حمید پرون شنبه وویل، د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه به ډېر ژر د رُقې لپاره جګړه پیل کړي.
رقه د ترکیې له پولي ۹۰ کیلو متره لېرې ده.