د هند صدراعظم: د اقلیمي بدلون مخنیوي لپاره به زیاتې هڅې وکړم

د هند صدراعظم نرېندرا مودي ژمنه کړې چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره به د پاریس تر موافقې زیاتې هڅې وکړي.

مودي پرون شنبه د فرانسې له نوي ولسمشر امانوئل مکرون سره وکتل . تر دې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقلیمي بدلون د مخنیوي له نړېوالې موافقې ووت.

د هند صدراعظم پرته له دې چې د ټرمپ پر پریکړه انتقاد وکړي، وویل چې په پاریس کې د اقلیمي بدلون د مخنیوي موافقه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه، نوي نسلونو ته ښه چاپیریال برابرولای شي.

هند په نړۍ کې د مضرو "ګلخانه‌یې" ګازونو څلورم ستر تولیدونکی دی.