چارواکي: ارزګان کې خپلمنځي نښته کې ۴ پولیس ټپيان شوي

د ارزګان ولایت ولایتي مسؤلین وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ په خپل منځي نښته کې ۴ ملي پولیس ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د ولایتي روغتون رئیس ډاګترامین‎الله توخې نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغو ملي پولیسو تېرشپه د ارزګان په مرکزي روغتون کې لومړی لفظي شخړه وکړه چې وروسته دغه شخړه په وسله‎واله نښته واوښته او پریو بل یې ډزې وکړې.

نوموړي وویل، که امنیتي چارواکي د دغه ډول پېښو مخه ونه ونیسي، دوی به د ټولو خلکو پر مخ خپل روغتیايي خدامات ودروي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت دامنیت امرعبدالقوي عمري یاده پېښه تائیدوي او وايي چې په دغه پېښه کې دوه پولیس ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، په‎دې تړاو يي دوه پولیس نیولي او تر څېړنولاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ملي اردو ځواکونو تر منځ په خپل منځي نښته کې دواړه لورو اتو تنو ته مرګه ژوبله اووښتې وه.