مالیې وزارت: له فساد سره مبارزې او اصلاحاتو عواید لوړ کړي

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند وايي، د روان مالي کال د لومړیو ۵ میاشتو په عوایدو کې د تېرې کال په پرتله ۲ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

اجمل حمید عبدالرحیمزي نن د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هڅې روانې دي چې د روان کال تر پایه د عوایدو ګراف نور هم لوړ شي.

سږکال د عوایدو هدف ۱۵۳ مېلیارده افغانۍ ټاکل شوی دی.

ښاغلي عبدالرحیمزی په ګمرکونو کې له فساد سره مبارزه او د اصلاحاتو راوستل د عوایدو د زیاتېدو مهم لامل ګڼي.