مظاهره کوونکي: ولسمشر او اجرائیه رئیس دې له دندو لېرې شي

په کابل کې د پرونیو مظاهرو ترتیبوونکي وایي، ترهغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي څو ولسمشر او د حکومت اجرائیه رئیس له دندو نه وي لېري شوي.

دوی نن هم د کابل په شېرپور څلور لارو کې د تحسن خیمې درولي او خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي.

افغان حکومت وایي، په کابل کې د پرونیو لانجمنو مظاهرو پر مهال د اوښتو تلفاتو په اړه پلټني کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې دا به معلومه کړي چې د مظاهرو پرمهال تاوتریخوالی د چا لخوا پیل شوی:

"د مظاهرو امنیت او مدیریت د کورنیو چارو وزارت او پولیسو مسؤلیت دی، کوم تاوتریخوالی چې پرون وشو په اړه به یې جدي او هراړخیزي پلټني کېږي چې دا پېښې د پولیسو لخوا وشوې که د هغو وسله والو کسانو لخوا چې په دغو اعتراضونو کې وه، د کورنیو چارو وزارت او نورې کشفي او امنیتي ادارې په دې اړه پلټني کوي بیا به یې رسنیو ته ووایې."
دغه مظاهرې پرون سهار پیل او د ورځې په اوږدو کې په تاوتریخوالي واوښتې چې په نتیجه کې یې څلور تنه ووژل شوه او پنځلس نور ټپیان شوه.