پسرلی: دولت دې زیانمن سوداګر څه موده له مالیو معاف کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین له حکومته غواړي چې د کابل په وروستي برید کې د زیانمنو سوداګرو او پانګوالو لاس‎نیوی وکړي.

د دغې خونې ویاند صیام‎الدین پسرلي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې د موتړ بم چاودنې له امله د لویو شرکتونو پانګوالو ته څه باندې ۲۰ مېلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

پسرلی وايي چې د لویو شرکتونو یو شمېر سوداګرو دوی ته ویلي چې په کابل کې ورځ تر بلې ناامني زیاتېږي او دوی د خپلو پانګو د خوندیتوب په اړه په اندېښنه کې دي

نوموړي وویل:.

"کومو سوداګرو ته چې د وروستۍ موتړ بم چاودنې وروسته زیان اوښتی، حکومت باید د لویو شرکتونو د سوداګرو د تشویق لپاره دوی د دری، څلورو کلونو لپاره له مالیو معاف کړي او بل دا چې دوی ته باید پرته له ټکټانې څخه پور ورکړل شي، ترڅو خپل شرکتونه له سره ورغوي."

په کابل کې د چهارشنبې په ورځ زنبق څلور لاري ته څېرمه موټر بم چاودنه وشوه چې د ځاني زیانونو تر څنګ‎یې حکومتي ادارو، خلکو او سوداګرو ته مالي زیانونه هم واړول.