اروپايي شورا:د اقلیمي بدلون تړون برخه کې له چین سره همکاري زیاتوو

د اقلیمي بدلون د مخنیوي له نړیوالې موافقې د امریکا د وتلو تر اعلان وروسته، د اروپايي شورا مشر ډونالد توسک وویل چې په دې برخه کې له چین سره خپله همکاري زیاتوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دنړۍ د هوا د ګرمېدو د مخنیوي لپاره له هغې نړیوالې موافقې وزي چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې په فرانسه کې شوې وه.

د اروپايي شورا مشر پرون جمعه په بروکسل کې د چين او اروپايي اتحادیې تر سرمشريزې وروسته خبریالانو ته وویل چې د امریکا ولسمشر تېروتنه کړې او دوی په دې برخه کې له چین سره د همکارۍ د پراختیا ژمنه کړې ده.

ډونالد توسک وویل، د هوا د ګرمېدو د مخنیوی لپاره تحقیق او په دې اړه د تکنالوژۍ پرمختګ به له امریکا پرته هم دوام وکړي.