عراقي ځواکونو د موصل لوېدیځ کې ځینې سیمې له داعشه نیولي

د عراق امنیتي ځواکونو د موصل په لوېدیځ کې یوه مهمه سیمه د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش له غړو نيولي ده.

د عراق پوځي چارواکو پرون جمعه وویل چې د موصل ښار له هغو څلورو سیمو چې لا هم د داعش په لاس کې دی، یوه نیول شوې ده.

له دې پرمختګ سره، د "دجلې" دریاب په لوېدیځ غاړه کې یوازې درې سیمې د داعش له وسله والو سره پاتې دي.

د عراق اردو او پولیس غواړي چې د موصل د زاړه ښار په ګډون دوې نورې سیمې هم له داعشه ونیسي.

د عراق د فدرالي پولیسو جنرال، راعد شاکرجودت پرون وویل چې امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي خو د داعش وسله وال په بېساري ډول کلک مقاومت کوي.

داسې اټکل کېږي چې د داعش په تر واکمنۍ لاندې سیمو کې دوه لکه ملکي عراقیان هم پاتې دي.

د عراق امنیتي ځواکونو چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف یې هوايي ملاتړ کوي تېر کال، په مني کې د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره عملیات پېل کړل.