پوتین: مسکو واشنګټن سره د اړیکو نورماله کېدو هڅې کوي

د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین له امریکايي سوداګرو غوښتي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له ادارې سره د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اړیکو د نورماله کولو لپاره همکاري وکړي.

پوتین نن په سانت پیترسبورګ ګې د نړیوال اقتصادي فورم په درشل کې له امریکايي سوداګرو وغوښتل چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د نورمال ډیالوګ په بیا پیلولو کې مرسته وکړي.

روسي مشر وویل مسکو له واشنګټن سره د اړیکو د نورماله کیدو لپاره هڅه کوي.

د روسيې او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې وروسته تر هغې بحراني شوې چې روسيې په دوه زره او څوارلسم کال کې د کریمیا تاپوزومه له خپلې خاورې سره یو ځای کړه.